پاکستان له لوري افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

0
169

نصیب شاه شینواري
د پاک افغان د همکارۍ ټولنې تر سیوري لاندې د بیت الاسلام ویلفیئر ټرسټ په همکارۍ د ۸۰ ټنه خوراکي توکو یوه بسته نن په پاک افغان پوله تورخم افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

د پاک افغان کارګو سروس د بیت الاسلام ویلفیئر ټرسټ په همکارۍ د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ته د ۳۰۰۰ کورنیو لپاره د ۸۰ ټنه غنم، وريژې او غوړی په ګډون د خوراکي توکو مرستې افغان چارواکو ته ورکړې.
په دې موقع تحصیلدار تورخم غنچه ګل، د پاک افغان کارګو سروس منیجر ندیم خان شینواری او د افغانستان اسلامي امارت د تورخم نماینده مولوي خالد او نور چارواکي هم موجود وو.

ميډيا سره خبرو کښې تحصيلدار غنچه ګل اوويل چې مونږ به د ضرورت په دې وخت کښې افغان وروڼه يواځي نه پريږدو او دوي سره به هر قسمه ممکنه مرستې جاري ساتو تر څو د افغان اولس مشکلات کم شي.
غنچه ګل زیاته کړه چې مونږ افغانستان سره کلتوري اړيکي لرو او خپلو مسلمانو وروڼو ملاتړ او دوی سره د بشري مرستو ته به دوام ورکوو.

په تورخم پوله د راجوړې شوې د د ستورې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو د پاکستاني چارواکو او د بشري مرستو سازمانونو څخه ځانګړې مننه وکړه چې په دې سخت کې افغان اولس سره مرستې کوي.

Leave a reply