طارق فاطمي څخه څوکۍ واپس واخستل شوه

0
80

باغی ټي وي رپورټ
له طارق فاطمي څخه د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي مرستیال څوکۍ بیرته واخیستل شوه.

د حکومتي سرچینو په وینا د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو د ځانګړي مرستیال طارق فاطمي د ټاکلو نوټیفیکیشن پرون جاري کړې وو.

کابينې ډويژن په خپله وېب پاڼه د طارق فاطمي د خاص معاون په توګه د تقررۍ خبر هم خپور کړې وو.

خو اوس حکومتي سرچینې وايي چې طارق فاطمي د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي مرستیال له دندې لرې شوی دی.

ياده دې وي چې طارق فاطمي تر دې وړاندې د ۲۰۱۳م نه تر ۲۰۱۷م پورې په بهرنيو چارو کې د هغه وخت د وزيراعظم نوازشريف خاص مرستيال پاتې شوی او په امريکا او اروپا کې د پاکستان سفير هم پاتې شوی دی.

Leave a reply