روسیه د یو نوي بلسټیک توغندي کامیابه آزموینه کړې ده

0
142

باغی ټي وي رپورټ

روسیې یو نوی بین البراعظمي بلسټیک توغندی (سرمت) په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

د روسیې پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه نوي بین البراعظمي بالستیک توغندي لومړۍ بریالۍ ازموینه یې کړې ده.

د راپورونو له مخې دغه توغندی د ټول فرانس هیواد په شان د یوې سیمې د ویجاړولو توان لري او تر ۱۸ زره کیلومترو پورې هدف په نښه کولای شي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، چې سرمت توغندۍ د نړۍ تر ټولو ځواکمن توغندی دی، چې تر ټولو اوږد واټن ویشتلی شي او زموږ د ستراتیژیکو اتومي ځواکونو وړتیا کې به د پام وړ زیاتوالی راولي.

Leave a reply