د تیلو د نرخونو په اړه به پریکړې کول وی: شاهد خاقان عباسي

0
164

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې نن په پاکستان کښې پټرول د اخستلو د نرخ نه په ټيټه بيه خرڅيږي نو د بجلئ او پټرولو د نرخونو په اړه فيصله ګرانه ده خو پکار ده چې بايد په دې اړه پریکړه وشي

شاهد خاقان وايي، د اقتصاد د سمبالښت لپاره د سختو پرېکړو اخستلو ته اړتیا ده ، یوازې سختې پرېکړې به د هېواد وضعیت بدلوي
د نيب په کارکردګۍ د پوښتنې په مهال شاهد خاقان عباسي وويل په عدالتونو کې کيمرې لګول شوې چې وښيي نيب څه کوي، نن مونږ ټولو ته فيصله کول دي چې نيب به چلوو يا حکومت؟
حکومتي چارواکو ویلي چې د نیب په موجودیت کې کار نه شي کولی، د حل لاره دا ده چې نیب ختم کړو، د اپوزیشن کیسونه نه ختموو، د نیب ختمېدو سره به تر ټولو زیاته ګټه عمران خان ته رسیږي، که دا اداره پاتې شوه نو دا ملک به نه چلیږي. کابینه به په دې اړه غوره پرېکړه کوي

Leave a reply