فوځ پاکستان لپاره د عمران خان څخه زیات مهم دې: عمران خان

0
62

باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې پوځ دې ملک لپاره د عمران خان نه زيات مهم دے.

د تفصيلاتو ترمخه پخواني وزيراعظم عمران خان په ټويټر وينا کښې وئيلي دي چې مونږ باید هيڅکله د پوځ په ضد خبرې و نه کړو بلکې د مضبوطولو لپاره باید چې مونږ د فوځ ملاتړ وکړو.
عمران خان زیاته کړه چې پوځ دې ملک ته د عمران خان نه زيات مهم دے. اړینه ده ، خان زیاته کړه چې زما مبارزه د مافیا پر ضد ده.
په ټوېټر سپېس خبرو کې عمران خان ویلي چې د مافیا پر ضد مې ۲۶ کاله مبارزه کړې، د پاکستان په سیاست کې دوه کورنۍ واکمنې دي، د بدلون لپاره د نظام بدلول ډېر اړین دي، د شوګر مافیا په ګډون ټول ددوی په ضد یو ځای شول.
عمران خان وویل زه پوهیدم چې یوه ورځ به دا ټول یو ځای کیږي، اوس په هیواد کې داسې کسان مسلط شوي چې په فساد کې ښکیل وو، نن زمونږ په ولس باندې مجرمین مسلط شوي دي.

Leave a reply