پیښور او ضلع خیبر کې په پولیسو بریدونه شوي دي

0
69

باغي ټي وي رپورټ
پيښور کښي د سربند پوليس سټيشن سره څیرمه د پوليس چيک پوسټ باندي د ناڅرګنده وسلی والو ډزو کښي يو اے ايس آئي شهيد شوے دے۔
دپوليسو په چيک پوسټ د ډزو وروستو بريد کوونکي دپيښې ځايې څخه په تيښته کې بريالي شوي دي، بلخوا د ضلع خیبر په باړه تحصیل عجب تالاب سيمه کې دپوليسو په پوسته تندروو په بريد کې يو انسپکټر او دوه عام وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
پوليس جوابي کاروائي کښي يو ترهه ګر وژلي او نور تښتيدلي دي۔سرچينو ترمخه د شهيد شوي انسپکټر تعلق آئي بي سره دے، ډي پي او د سکيورټي ريډ الرټ جاري کولو امر کړې دې.

Leave a reply