د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري
د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر ويلي چې هيواد يې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او په دغه هيواد کې سوله مهمه بولي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې او د لومړي وزير شهباز شريف سلاکارې حنا رباني کهر په افغانستان او سیمه کې د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر ويلي چې هيواد يې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او په دغه هيواد کې سوله مهمه بولي.
د پاکستان د دې چارواکې دا څرګندونې تر هغې وروسته دي چې پاکستاني الوتکو په خوست او کونړ ولايتونو کې هوايي بريدونه وکړل او په لسګونو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د ا.ا د دفاع وزير ياد بريدونه ظالمانه او غير انساني وبلل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په دې تړاو امنيت شورا ته رسمي شکايت وکړ.






