امریکايي عسکر وایي اوکراین کې جګړه تر افغانستان ډېره خطرناکه او خونړۍ ده

امریکايي عسکر وایي اوکراین کې جګړه تر افغانستان ډېره خطرناکه او خونړۍ ده
دغه امریکایي پوځيان وایي اوکراین کې د روسیې جګړه او د دوی برید خورا خونړی او خطرناک دی. دوی زیاتوي چې اوکراین کې جګړه تر افغانستان خورا پېچلې ده، ځکه روسان هر څه له منځه وړي او هېڅ ډول اصولو او قوانینو ته درناوی نه کوي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ځينې امریکایي پوځيان چې په داوطلبانه توګه یې د اوکراین جګړه کې ګډون کړی وایي، روسانو فکر کاوه چې په څو ورځو کې به اوکراین ونیسي، خو دلته هر څه برعکس شول.
دغه امریکایي پوځيان وایي اوکراین کې د روسیې جګړه او د دوی برید خورا خونړی او خطرناک دی. دوی زیاتوي چې اوکراین کې جګړه تر افغانستان خورا پېچلې ده، ځکه روسان هر څه له منځه وړي او هېڅ ډول اصولو او قوانینو ته درناوی نه کوي.
نوموړي پر نورو امریکايي عسکرو هم غږ کړی چې اوکراین ته تر تګ مخکې څو ځله او بیا بیا فکر وکړي. امریکايي عسکر وایي لوړه سلنه احتمال شته چې راغلي بهرني جنګیالي بېرته ژوندي لاړ نه شي.






