عمران خان چې کوم ګاړي کې د لاهور جلسې ته ځی نو کړکۍ دې بندې وساتي: مراسله

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور ضلعي انتظاميې د عمران خان په لاهور کې د غونډې په اړه پي ټي آئي ته يو بل خط جاري کړے دے۔

د خط له مخې، پخوانی وزیراعظم عمران خان باید په بلټ پروف ګاډي کې سفر وکړي او د هغه د موټر کړکۍ او چت باید په بشپړه توګه وتړل شي او خلاص نه کړې شي.
په مکتوب کې ویل شوي چې د وینا ځای او مخې ته یې شیشه هم باید بلټ پروف وي، د غونډې په ځای کې باید بیک اپ جنراتورونه شتون ولري ترڅو د بریښنا د بندیدو له امله د کومې ناوړه پیښې مخه ونیول شي.

د مکتوب له مخې، د سټیج، د ښځو او نارینه وو د ننوتلو امنیت به یقیني او باوري کړې شي، د جلسې په ځای کې به د بیړنۍ لارو ویستلو لپاره هم ګامونه پورته شي.
په ليک کې ويل شوي چې د غونډې مديريت دې ډاډ ورکړي چې کوم نامعلوم کس سټېج او VIP ځای ته دننه داخل نه شي. په مکتوب کې د غونډې مدیریت ته لارښوونه شوې چې د پولیسو او ترافیک پولیسو سره دې پوره پوره همکاري وکړي چې د ناوړه پیښو مخنیوې وشي.

Leave a reply