وزیراعظم شهباز شریف د پخواني وزیراعظم عمران خان ټینګ امنیت ساتلو امر کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخواني وزیراعظم لپاره د امنیت ورکولو لپاره اړوند پولیس چارواکو او نور ته امر کړې دې چې د عمران خان ټینګ امنیت ساتلو لپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
په دې اړه لومړي وزیر شهباز شریف د پخواني لومړي وزیر عمران خان د امنیت د ټینګولو امر کړی دی.
تيره ورځ د لاهور ډپټي کمشنر د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان ته يو خط استولي وو چي پکښې وئيلي شوي وو چي د لاهور جلسي په مهال ده ته سيکيورټي خطره ده نو ريلي ته دي انلاين وینا وکړي او که بلټ پروف ګاډي استعمال کړي نو د ګاړي کړکۍ دې هم مه خلاصوي۔
اوس وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان د امنیتي ګواښ په رپورټ داخله وزارت ته هم هدایات جاري کړي دي.شهباز شريف داخله وزارت ته امر او لارښوونه کړي ده چي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د امنیت ساتلو لپاره دې ګوټلي ګامونه او انتظامات وکړې شي .






