افغان سوداګرو پر خامو موادو د مالیاتو د راکمېدو غوښتنه کړې ده

افغان سوداګرو پر خامو موادو د مالیاتو د راکمېدو غوښتنه کړې ده
سوداګرو او د فابريکو خاوندانو پر خامو توکو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ويزو په اخيستلو کې د اسانتياوو او فابريکو ته د دوامدارې بريښنا د ورکړې غوښتنه کړې ده. هغوی ويلي چې که په يادو برخو کې د دوی ستونزې حل شي نو له يوې خوا به په کور د ننه د توليداتو کچه لوړه شي او له بلې خوا به ګڼ شمېر کسانو ته د کار او دندو زمينه برابره شي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان سوداګرو د خپلو کاروبارونو پر وړاندې پراته خنډونه د سوداګرۍ او صنايعو له وزير سره شريک کړي او په حل کې يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
سوداګرو او د فابريکو خاوندانو پر خامو توکو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ويزو په اخيستلو کې د اسانتياوو او فابريکو ته د دوامدارې بريښنا د ورکړې غوښتنه کړې ده.
هغوی ويلي چې که په يادو برخو کې د دوی ستونزې حل شي نو له يوې خوا به په کور د ننه د توليداتو کچه لوړه شي او له بلې خوا به ګڼ شمېر کسانو ته د کار او دندو زمينه برابره شي.
د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدين عزيزي سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان ا.ا به يې د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي.