روسیې د بلجیم ا هالنډ دیپلوماتو ته لۀ روسیې د وتلو امر کړی دی

روسیې د بلجیم ا هالنډ دیپلوماتو ته لۀ روسیې د وتلو امر کړی دی
د فبروري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د روسيې او اروپايي ټولنې تر منځ ډيپلوماټيک کړکيچ هم پيل شوی چې په لړ کې يې له اروپايي هيوادونو د روسيې تر ۳۰۰ ډير ډيپلوماټان ايستل شوي دي.
(2022 / 4 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي چې د اروپایي ټولنې د دوو هېوادونو شپږ دېرش ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ايستلي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په ايستل شويو ډيپلوماټانو کې ۲۱ د بلجيم او ۱۵ هغه د هالنډ ډيپلوماټان دي.
ويل کيږي چې ياد شمېر ديپلوماټانو ته له روسيې د وتلو لپاره يوازې دوې اونۍ وخت ورکړل شوی دی.
د فبروري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د روسيې او اروپايي ټولنې تر منځ ډيپلوماټيک کړکيچ هم پيل شوی چې په لړ کې يې له اروپايي هيوادونو د روسيې تر ۳۰۰ ډير ډيپلوماټان ايستل شوي دي.
په ځوابي اقداماتو کې بيا روسيې له خپلې خاورې د هالنډ، بلجیم، چک جمهوریت، بلغاریا او څو نورو هیوادونو په لسګونو ډيپلوماټان له خپلو هېوادونو ايستلي دي.






