د ماشومانو د خوندیتوب ادارې خبر ورکړی چې د وچکالۍ لۀ امله ۵ میلیونه افغان ماشومان لۀ لوږې سره مخ دي
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې خبر ورکړی چې د وچکالۍ لۀ امله ۵ میلیونه افغان ماشومان لۀ لوږې سره مخ دي
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې دغه راز يلي چې په افغانستان کې اوسنۍ وچکالي، سیاسي او اقتصادي ناندرۍ او د نړیوالو مرستو بندېديل د دې لامل شوي چې د ماشومانو لپاره خدمتونه لکه زدکړې، روغتیا او خوراکي خوندیتوب هم اغېزمن شي.
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سېف د چلډرن ویلي چې نږدې پنځه ميليونه افغان ماشومان له لوږې کړيږي.
دې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې دوامدارو وچکاليو او د کمو اورښتونو اټکل افغانستان کې شاوخوا ۱۲ ميليونه هغه ماشومان هم د خوړو له کمښت سره مخ کړي چې کورنۍ يې تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ تکيه دي.
راپور زياتوي چې د افغانستان شاوخوا ۲۵ ميليونه وګړي پر کرنې تکيه دي، خو په وروستيو کې د وچکالۍ له کبله اړ شوي چې خپل څاروي وپلوري او ماشومان يې د ښوونځيو پر ځای کارونو ته واستوي.