چیف سیکرټري د ګورنر پنجاب امر منلو څخه انکار کړې
باغی ټي وي رپورټ
چيف سيکرټري د پرنسپل سيکرټري د لرې کولو لپاره د ګورنر پنجاب عمر سرفراز چيمه د حکم منلو نه انکار کړی دی.
د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز ته د حلف پورته کولو لپاره خط ليکلی او د پرنسپل سيکرټري راشد منصور د لرې کولو او د هغه په ځای يې سپيشل سيکرټري عمر سعيد ته د اضافي چارج ورکولو امر کړی دی.
خو اوس داسې راپورونه دي چې د پنجاب چيف سيکرټري د پرنسپل سيکرټري د بدلولو نه انکار کړی دی.
د چيف سيکرټري دفتر ويلي چې پرنسپل سيکرټري د خط په ليکلو خپله ذمه واري پوره کړې او دا د پرنسپل سيکرټري دنده ده چې د اساسي قانون د سرغړونې په اړه والي ته خبر ورکړي.