۳۰ ورځو کې د فارن فنډنګ مقدمه هوارول، پي ټي آیی اسلام آباد هایی کورټ کې درخواست جمع کړې

0
69

باغی ټي وي رپورټ
پي ټي آئي په عدالت کښې دا حکم چيلنج کړے دے چې پکښې دې د بهرني فنډنګ کيس فيصله په 30 ورځو کښې د هوارولو خبره شوې ده.

د پاکستان تحريک انصاف جنرل سيکرټري اسد عمر د اسلام آباد هائي کورټ د هغه حکم په ضد په همدي محکمه کښې درخواست دائر کړے دے .
ددې مقدمې په اړه داسې خبر خپور شوې چې ددې مقدمه په اړه به په 30 ورځو کښې پریکړه وشي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ اليکشن کميشن ته هدايات کړي دي چي په ديرش ورځو کښي دي د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس فيصله اوکړي ، بل اړخ ته اليکشن کميشن د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس مقدمې په هره ورځ د اوريدنې فيصله کړي ده۔

ياده دې وي چې د کال ۲۰۱۴م راهسې د ټاکنو په کمېشن کې د بهرنۍ مالي مرستو دا مقدمه روانه ده.

Leave a reply