د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اولس مشر سره لیدنه کړې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سره وزيراعظم شهباز شريف ملاقات کړې دې۔

دسرچينو ترمخه دوزيراعظم شهباز شريف اؤ صدر عارف علوي ترمينځ لنډه ليدنه وشوه چې تر ۱۵ پنځلس څخه تر ١٧ؤ دقيقو پورې روانه وه او ددغه ليدنې وروستو وزيراعظم شهباز شريف دصدارت ماڼې څخه روان شو.
سرچينې زياته کړې، چې لومړي وزير له ولسمشر سره په ليدنه کې د څلورو واړو صوبو د واليانو(ګورنرانو) پر ټاکلو او د لومړي وزير ماڼۍ او صدارتي مانې ترمینځ د خلیج کمولو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځ په لیدنه کې د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.

Leave a reply