د لاهور غونډې په اړه د عمران خان مهم پیغام

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې، چې د لاهور جلسه به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لویه جلسه وي.
په ټولنيزه ميډيا جاري شوي يو ويډيويي پيغام کې عمران خان ويلي چې د زیارت په ورځ به د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لويه جلسه په مينار پاکستان کې کوي.
عمران خان په مینار پاکستان کې جوړې شوې جلسې ته په اشاره کولو اوویل چې دا جلسه یې ځکه دلته رابللې چې په ۱۹۴۰ کال کې په همدې ځای کې د پاکستان قرارداد منظور شوی وو او هغه مهال د هند مسلمانانو پرېکړه کړې وه چې په یوه خپلواک پاکستان کې ژوند کول غواړي.
عمران خان زیاته کړه چې زه په ټولو پاکستانیانو ته غږ کوم چې د خپلې حقیقي آزادۍ لپاره په مینار پاکستان کې مبارزه وکړي ځکه چې په مونږغلامان او د پاکستان تر ټولو بدعنوان خلق د یوې بهرنۍ دسیسې لاندې په مونږ باندې د حکومت کولو لپاره مسلط شوي دي.






