د تیلو نرخ ، وزیرخزانه یو مهم پیغام مخې ته راغلې

0
154

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د مئي او جون مياشتو کښې د پټرول سبسډي قيمت 96 اربه روپو ته رسيږي کوم چې د پاکستان د ملکي حکومت د چلولو دوه چنده خرچه ده کوم چې مونږ جاري نه شو ساتلي۔

اسلام اباد کې د وفاقي کابينې غونډې وروستو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مفتاح اسماعيل وويل عمران خان په ډيزلو اؤ پټرول يې ټيکس نۀ دى اخستې، عمران خان د شهباز شريف حکومت په مشکل کې اچولى دى.
هغه اوویل چې پټرول ارزانه کول هیڅ په عوام مهرباني کول نه دي بلکه دا د عوام روپۍ وي.
مفتاح اسماعیل اوویل چې په ډیزل باندې 52 روپۍ او په پټرول باندې 21 روپۍ سبسډي ده، د اپریل په میاشت کې 68 اربه روپۍ سبسډی لګولې شوې وه کومه چې تیره ورځ منظوره شوې وه او د اوګرا له مخې په می او جون میاشتو کې 96 اربه روپۍ ته رسیدلې ده.
هغه زیاته کړه چې دا د پاکستان د ملکي حکومت د چلولو دوه چنده لګښت دی، چې مونږ یې دوام نه شو کولی، په دې اړه به لومړی وزیر پریکړه وکړي، هغه زیاته کړه چې که زه له IMF سره ووینم نو بیا به ددې ستونزې په اړه خبرې وکړم.

Leave a reply