د شهباز شریف د حکومتي کابینې نن لومړې غونډه کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان د حکومت له ختمېدو وروسته د نوې کابینې لومړۍ غونډه د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ روانه ده.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د كابينې غونډه كښې به اووه نکاتي اېجنډا وړاندې كولې شي٬ وفاقي كابينې ته به د اقتصادي صورتحال٬ توانائي او عامه نظم په اړه بريفنګ وركړې شي۔
د وفاقی کابینې په ایجنډا کښې د ای کابینې نظام په اړه بریفنګ هم شامل دی او کابینې ته به د ملک د اقتصادی صورتحال په اړه بریفنګ ورکول کیږی. وفاقي کابينه به د اپرېل په 19 د اقتصادي رابطه کمېټۍ د پرېکړو منظوري ورکوي.
د شهبازشريف د وزيراعظمۍ نه نهه ورځې وروستو وفاقي کابينې سوګند پورته کړو. په سوګند کوونکو کې ١٣ د مسلم ليګ نون، نهه د پيپلز پارټۍ او دوه د ايم کيو ايم دي.
د نوې کابینې ترمخه رانا ثناء الله د کورنیو چارو وزیر، مریم اورنګزیب د اطلاعاتو وزیر، مفتاح اسماعیل د خزانې وزیر، احسن اقبال د منصوبه بندۍ وزیر، خواجه سعد رفیق د ریلوې وزیر، امین الحق د انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر ټاکل شوي دي. او د مخابراتو وفاقي وزير طارق بشير چيمه، د فوډ سيكورټي وفاقي وزير مولانا اسد محمود، د مواصلاتو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور، د مذهبي چارو وزير سناتور طلحه محمود، د سيفران وفاقي وزير شاه زين بګټي، د نشه يي توكو د مخنيوي وزير او اسرار ترين د دفاعی تولیداتو وفاقي وزیر په توګه د کار کولو د دندې ذمه واري اخستې ده.