د ا.ا د استخباراتو مرستیال ویلي چې د افغانستان د زده کړو نصاب اسلام سره پۀ ټکر کې دی

د ا.ا د استخباراتو مرستیال ویلي چې د افغانستان د زده کړو نصاب اسلام سره پۀ ټکر کې دی
نوموړي زیاته کړه: «هغه ښوونیز نصاب چې وړاندې یې جوړ کړی وو، که چېرته یې له اسلام او فقې سره پرتله کړئ، وبه وینئ چې د دوی زدهکړې، روزنه، چلن، د نجونو تګ راتګ او ناسته او ولاړه او هغه ډول درس لوستلو ته اسلامي شریعت اجازه نه ورکوي.»
(2022 / 4 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمتالله نجیب پرون کابل کې د یوې ولسي غونډه پرمهال وویل چې د مخکیني جهموري نظام پر مهال جوړ شوی د هېواد ښوونیز نصاب له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دی.
نوموړي دغې غونډې ته د خبرو پرمهال همداراز وویل چې د ښوونځيو د نجونو چلن، د زدهکړو چاپیریال، روزنه او د هغوی ناسته او ولاړه له شریعت سره ورتهوالي نه لري.
نوموړي زیاته کړه: «هغه ښوونیز نصاب چې وړاندې یې جوړ کړی وو، که چېرته یې له اسلام او فقې سره پرتله کړئ، وبه وینئ چې د دوی زدهکړې، روزنه، چلن، د نجونو تګ راتګ او ناسته او ولاړه او هغه ډول درس لوستلو ته اسلامي شریعت اجازه نه ورکوي.»
بلخوا د مخکیني جمهوري نظام د پوهنې برخې یوشمېر چارواکي د هېواد د ښوونیز نصاب په اړه د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د مرستیال څرګندونې ردوي او هغه بېبنسټه بولي.
د دغو چارواکو په وینا، د مخکیني حکومت پرمهال د هېواد جوړ شوی ښوونیز نصاب د اسلام په خلاف نه، بلکې د سیمې هېوادونو په پرتله د اسلامي احکامو په رڼا کې جوړ شوی دی.
د پوهنتون استاد او د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب علمي غړی، ډاکټر فضل هادي وزین د اسلامي امارت د استخباراتو د مرستیال څرګندونې بېبنسټه بولي او وايي، د هېواد ښوونیز نصاب د دیني علماوو او د تحصیل کړیو استادانو تر نظر لاندې جوړ شوی دی.
له دې سره هممهاله د جمهوري نظام پرمهال د پوهنې وزارت مسلکي معین صدیق پتمن هم د دغو ادعاوو په رد سره وايي، د افغانستان د پوهنې نصاب په هېڅ توګه د اسلام دین سره په ټکر کې نه دی.
په ورته وخت کې د مخکیني حکومت د پوهنې وزارت د نشراتو او تعليمي نصاب رییس کبیر حقمل سلاموطندار ته وايي، د اسلامي امارت مسوولان باید د ښوونځي کتابونه مطالعه کړي او که د اسلام خلاف یې څه پهکې پیدا کړل، دی یې ځواب ویلو ته اماده دی.
حقمل زیاتوي چې د پوهنې وزارت د ټولو کتابونو له ډلې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پورې کتابونه یوازې د اسلامي تعلیماتو پورې تړاو لري. د نوموړي په وینا، د ښوونځي هر کتاب د الله «ج» په نوم، نعت او په ملي سرو سره پیل شوی دی.




