عوامي نیشنل ګوند په کابینه کې د څوکۍ اخستلو څخه بخښنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
عوامي نېشنل ګوند په وفاقي حکومت کې د برخې اخیستو له کبله بخښنه غوښتې ده.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یارولي وايي، د عوامي نېشنل ګوند لومړیتوبونه حکومت نه بلکې د خلقو خدمت دې.
ده ووئيل چې د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نون مننه كوم چې هغه ته يې په حكومت كښې د ګډون بلنه وركړه۔اسفندیار ولي وویل چې هیواد او حکومت لا له وړاندې له ستونزو سره مخ دي، نه غواړي چې نورې ستونزې رامنځ ته شي، له لومړۍ ورځې زمونږ لومړیتوب دولتي چوکۍ نه ده بلکه زمونږ د ګوند دا لومړیتوبه دې چې د خلقو خدمت وشی. هغه اوویل چې له لومړۍ ورځې زمونږ لومړیتوب دولتي پوسټونه نه، بلکې خلق، ګوند تنظیم او ایډیالوژي ده.





