فارن فنډنګ کیس ، د پاکستان د ټاکنو کمیشن کې ددې مقدمې اوریدنه شوې

0
170

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي وکيل د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس کښې د الېکشن کمېشن په نيمګړتيا اعتراض پورته کړے دے۔

اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس سماعت شوې چې پکښې د اسلام آباد هائي کورټ فيصله بينچ ته ولوستل شوه چې که چرې بهرنۍ فنډنګ ثابت شو نو د پارټۍ او چيئرمېن دواړو باندې به اثر ولري.

د اوريدنې په مهال د پي ټي آئي وکيل انور منصور د هائي کورټ په فيصله نيوکه وکړه او ويې ويل چې د اسلام آباد هائي کورټ نظرونه د افسوس وړ دي۔
انور منصور د ټاکنو کمېشن پر نیمګړتیا اعتراض وکړ او ویې ویل چې د کمېسیون دوه غړي نه شي ټاکل کېدای.

په دې اړه چيف اليکشن کمشنر وويل هائي کورټ په 30 ورځو کې د فيصلې کولو هدايات کړي دي. په دې اړه به څه کولى شي، د اکبر ايس بابر وکيل يادونه وکړه چې دا اعتراض پخوا هم پورته شوى وو خو خارج کړى شو.

Leave a reply