صدر پاکستان د ګورنر بلوچستان استعفی منلې ده

0
218

باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر عارف علوي د بلوچستان د ګورنر سید ظهور احمد استعفی منلې ده.

د راپورونو له مخې ولسمشر عارف علوي د بلوچستان د ګورنر سید ظهور احمد استعفی منلې ده چې په اړه یې نوټیفیکیشن هم جاري کړی شوی دی.

دسرچينو ترمخه دبلوچستان اسمبلۍ سپيکر ته دبلوچستان د سرپرست ګورنر ذمه واري هم ورکړل شوې ده.ياده دې وي چې په وفاق کې د پي ټي ائي حکومت له ړنګېدو وروسته د سندهـ، بلوچستان او خيبر پښتونخوا واليانو استعفاوې کړې وې.مستعفی شوی ګورنر سید ظهور اغا د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لری او د تیر کال د جولای په دریمه د بلوچستان ګورنر ټاکل شوې وو.

Leave a reply