آیی ایم ایف سره خبرې نن پیل کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د سټيټ بينک ګورنر رضا باقر د آئي ايم ايف سره خبرو اترو لپاره واشنګټن ته رسيدلي چرته به چې هغه به د نړيوال بينک سټرينګ کميټۍ په غونډه کښې ګډون کوي او د خزانې وزير مفتاح اسماعيل به هم په دې غونډه کښې آن لاین ګډون کوي۔
له آی ایم ایف سره د پاکستان خبرې اترې به د راتلونکې بجټ په اړه وي چې پکې به آی ایم ایف ته د اووه زره اربه مالیه جمع کولو په اړه خبر ورکول کیږي او د لګښتونو په اړه به خبرې کیږي.
د پاکستان له آی ایم ایف سره د اووم قسط لپاره خبرې روانې دي چې په ترڅ کې به یې پاکستان د پټرولو او برېښنا د بیو د لوړولو په شرط رعایت غواړي.له آی ایم ایف سره به خبرې اترې د اپریل تر ۲۴ پورې روانې وي او د غونډې په کامیابۍ سره به پاکستان له IMF څخه یو میلیارد ډالر ترلاسه کړي.






