نړۍوال بانک اغېزمنو هېوادونو سره د مرستې صندوق جوړوي

نړۍوال بانک اغېزمنو هېوادونو سره د مرستې صندوق جوړوي
د نړيوال بانک رييس ويلي، چې د کړکيچ نړيوال صندوق ته په پام کې نيول شوي ۱۷۰ ميليارده ډالره به تر راتلونکو ۱۵ مياشتو پورې په شرایطو برابرو هيوادونو ته ورکړل شي. ده زياته کړې، تمه لري چې ۵۰ ميليارده ډالره به تر راتلونکو درې مياشتو پورې د هيوادونو په واک کې ورکړل شي.
( 2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال بانک وايي چې د ۱۷۰ میلیارد ډالرو د یو بیړني صندوق د جوړولو هڅه يې پيل کړې څو له کړکېچونو د اغېزمن شويو بېوزلو هيوادونو سره مرسته وکړي.
د نړیوال بانک ريیس ډیویډ ملپاس، ويلي چې له دغه مالي صندوقه به له انفلاسيون سره مخ او پورونو لاندې کړي هيوادونه ګټه واخلي.
ملپاس زياته کړې چې پورونو او د لوړې کچې انفلاسيون د نړيوالې ټولنې وده ټکنۍ کړې او د دې ستونزې د حل لپاره بېړني اقدام ته اړتيا ده.
د نړيوال بانک رييس ويلي، چې د کړکيچ نړيوال صندوق ته په پام کې نيول شوي ۱۷۰ ميليارده ډالره به تر راتلونکو ۱۵ مياشتو پورې په شرایطو برابرو هيوادونو ته ورکړل شي. ده زياته کړې، تمه لري چې ۵۰ ميليارده ډالره به تر راتلونکو درې مياشتو پورې د هيوادونو په واک کې ورکړل شي.
د نړيوال بانک د شمېرو له مخې، د کم عايد لرونکي ۶۰ سلنه هيوادونه له داسې پورونو سره مخ دي چې يا يې اوس د تاديه کولو جوګه نه دي او يا به وروسته له دې ستونزې سره مخ شي.




