جان بولټن ویلي چې ښايي د اوکراین د جګړې تر پایه افغانستان لۀ پامه لوېدلی پاتې شي

جان بولټن ویلي چې ښايي د اوکراین د جګړې تر پایه افغانستان لۀ پامه لوېدلی پاتې شي
بولټن همدا راز وایي دا معلومه نه ده چې د اوکراین جګړه به کله پای ته رسېږي او دا ضمانت هم نشته چې تر هغه وروسته به نړۍ د افغانستان لپاره کوم ځانګړی پلان ولري کنه. ددې تر څنګ بولټن وایي چې نړۍ دې افغانستان نه هېروي، د افغانانو تر څنګ دې ودرېږي او ددغه هېواد وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
(2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ښايي د اوکراین د جګړې تر پای ته رسېدو نړۍ افغانستان ته هېڅ راز پاملرنه و نه کړي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت ترینګلی او د نړۍ له پامه غورځېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې د اوکراین جګړې د افغانستان په څېر مهم مسایل د نړۍ له پامه غورځولي دي او تر هغه چې دا جګړه روانه وي افغانستان به هېر پاتې شي.
بولټن همدا راز وایي دا معلومه نه ده چې د اوکراین جګړه به کله پای ته رسېږي او دا ضمانت هم نشته چې تر هغه وروسته به نړۍ د افغانستان لپاره کوم ځانګړی پلان ولري کنه.
د دې تر څنګ بولټن وایي چې نړۍ دې افغانستان نه هېروي، د افغانانو تر څنګ دې ودرېږي او ددغه هېواد وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.






