په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي

0
146

په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي

نوموړی همدا راز وایي روسیه دې خپل ټول سرتېري راولي خو دوی یې پر وړاندې د جګړې وړتیا لري. بلخوا راپورونه وایي چې روسیې د اوکراین په ځينو برخو کې خورا ویجاړوونکې جګړه پيل کړې ده او میلیونونه اوکراینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

(2022 / 4 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي وایي چې روسیې خپل ټول پوځ پر دونباس د برید لپاره راټول کړی دی او په خبره یې د سترو توغندیو او هوایي بریدونو لړۍ یې هم پيل کړې ده.

نوموړی همدا راز وایي روسیه دې خپل ټول سرتېري راولي خو دوی یې پر وړاندې د جګړې وړتیا لري.

بلخوا راپورونه وایي چې روسیې د اوکراین په ځينو برخو کې خورا ویجاړوونکې جګړه پيل کړې ده او میلیونونه اوکراینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی هوایي بریدونه کوي، توغندي توغوي او پیاده عسکر یې هم په جګړه کې برخه لري.

Leave a reply