د ماشومانو د خوندیتوب کمېټه: یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی

د ماشومانو د خوندیتوب کمېټه: یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی
سرچینه کاږي دا چې په افغانستان کې وچکالي شدیده شوې ده او هره ورځ ددې احتمال شته چې کروندې زیانمنې او کرنه و نه شي نو دا وېره هم لوړه شوې چې ښایي ملیونونه افغانان روان کال له لوږې سره لاس او ګریوان وي.
(2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو ستونزه نه شي حل کولی. په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې ویلي چې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي او د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ژوند پر کروندو او زراعت متکي دی.
سرچینه کاږي دا چې په افغانستان کې وچکالي شدیده شوې ده او هره ورځ ددې احتمال شته چې کروندې زیانمنې او کرنه و نه شي نو دا وېره هم لوړه شوې چې ښایي ملیونونه افغانان روان کال له لوږې سره لاس او ګریوان وي.
سرچینه کاږي بشردوستانه مرستې ښې دي، د خلکو بېړنۍ اړتیاوې حل کوي، خو له افغانستان سره د مرستو لپاره د دایمي حللارو پيدا کول اړین دي څو دلته دایمي اقتصادي وده رامنځ ته شي او د میلیونونه انسانانو ژوند له خطر وژغورل شي.






