امریکا د اټومي مذاکراتو په برخه کې د ایران مهمه غوښتنه و نه منله  

0
137

امریکا د اټومي مذاکراتو په برخه کې د ایران مهمه غوښتنه و نه منله

ایران وایي اټومي هوکړه کې د پرمختګ لپاره باید سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو له لیست و ایستل شي او ځینې نورې غوښتنې یې هم و منل شي.

خو امریکا وایي که له اټومي هوکړې غیراړوند غوښتنو مطرح کېدل روان وي، نو دوی هم داسې اندېښنې لري چې باید ایران یې ځواب ووايي.

(2022 / 4 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې ایران ترې د ترهګرو له لیست د سپاه پاسداران ایستل غواړي هغه غوښتنه چې له اټومي هوکړې سره هېڅ تړاو نه لري او امریکا ته هم د منلو وړ نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي که ایران غواړي چې مذاکراتو کې پرمختګ راشي نو ښه به وي چې یوازې په اټومي هوکړه پورې اړوند مسایلو باندې تمرکز وکړي.

Leave a reply