یونیسف د ۹۴   سلنه افغان ښوونکو معاشونه ورکوي 

0
214

یونیسف د ۹۴   سلنه افغان ښوونکو معاشونه ورکوي 

 

هغه معاش چې ټاکل شوې ښوونکو ته ورکړل شي، د مخکیني اعلان له مخې هر ښوونکي ته ۲۰۰ ډالر دي. دغه وزارت هغو ښوونکو ته چې بانکي حساب نه لري، ویلي چې د راتلونکې اوونۍ له پيل څخه به د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو سره په همغږۍ د یوې کړنلارې له طرحې وروسته معاشونه ورکړل شي.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د پوهنې وزارت مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف له مسلکي ډلې سره له کتنې وروسته اعلان کړی، چې دغه سازمان تر راتلونکې اوونۍ پورې په ټول هېواد کې ۹۴ سلنه ښوونکو ته معاشونه ورکوي.

د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یونیسف د بانکي حسابونو له لارې په ټول هېواد کې ۹۴ سلنه ښوونکو ته معاشونه ورکوي.

هغه معاش چې ټاکل شوې ښوونکو ته ورکړل شي، د مخکیني اعلان له مخې هر ښوونکي ته ۲۰۰ ډالر دي. دغه وزارت هغو ښوونکو ته چې بانکي حساب نه لري، ویلي چې د راتلونکې اوونۍ له پيل څخه به د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مالي څانګو سره په همغږۍ د یوې کړنلارې له طرحې وروسته معاشونه ورکړل شي.

دغه معاشونه هغو ښوونکو ته ورکول کېږي، چې په دې وروستیو کې د ا.ا د پوهنې وزارت له مالي او اداري ریاست څخه یې لېسټ برابر شوی نه خیالي ښوونکي. دغه وزارت ویلي، چې په راتلونکي کې به له یونیسف سره په همکارۍ د ښوونکو د معاشونو ورکولو لپاره یوه کړنلاره رامنځته کړي.

Leave a reply