سپریم کورټ ۲۴ ساعته کار کولووالا عدالت دې: چیف جسټس آف پاکستان

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې په سوشل ميډيا چې څه روان دي هيڅ پروا نه لري، د آئين پابندي کول زمونږ ذمه واري ده.
هغه وایی چې دا يو عدالت دې چې 24 ساعته کار کوي، هيچا ته په سپریم کورټ د ګوته اوچتولو ضرورت نشته دې.

سپريم کورټ کې د آرټيکل 63A تشریح لپاره د جمع کړل شوي صدارتي ريفرنس د اوريدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې د آئين خلاف ورزي کومه وړه خبره نه ده.
هغه اوویل چې ځینې خلک سمدلاسه شپږمې مادې ته ځي، مونږ باید وګورو چې د اساسي قانون د نقص په صورت کې څه کیږي، ایا څوک د اساسي قانون په سرغړونې سره ټوقې مسخرې وکړي او بهر راوځي ؟
د پاکستان چيف جسټس وويل مونږ د آئين ساتونکي يو، دا داسې عدالت ده چې ٢٤ ساعته کار کوي، هېچا ته په سپريم کورټ د ګوتې اوچتولو ضرورت نشته، په سوشل ميډيا څه روان دي د هغه پروا نه لري.

Leave a reply