پر اوکراین د روسیې بریدونو یو ځل بیا زور اخستی

پر اوکراین د روسیې بریدونو یو ځل بیا زور اخستی
خارکيف ښار کې بيا استوګنيزې سيمې بمبار شوې چې له کبله يې پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. اوديسه ښار کې هم د پرله پسې توغنديو د لګيدلو راپورونه ورکړل شويدي. بل پلو روسيې ويلي چې نن به د ماريوپول ښار دروازې هم وتړي.
(2022 / 4 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پر اوکراين د روسيې بريدونو يو ځل بيا زور اخيستی او راپورونو کې ويل شوي چې د دغه هيواد په بېلابېلو ښارونو سخت هوايي بريدونه شوي دي.
د اوکراين د لفیېف والي ويلي چې دغلته پر يوه پوځي مرکز او دغه راز د ټايرونو پر يوه پلورنځي بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
هغه ويلي چې په وژل شويو کې يو ماشوم هم شامل دی.په سويلي سيمه دنيپروپيتروسک کې هم د ريل ګاډي تمځای ته نږدې توغندي لګيدلي دي.
خارکيف ښار کې بيا استوګنيزې سيمې بمبار شوې چې له کبله يې پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. اوديسه ښار کې هم د پرله پسې توغنديو د لګيدلو راپورونه ورکړل شويدي. بل پلو روسيې ويلي چې نن به د ماريوپول ښار دروازې هم وتړي.
دغه ښار کې د اوکراين ګڼ شمېر پوځيان کلابند دي چې روسيې ورته د تسليميدو وړانديز کړی او د نن ورځې تر سهاره يې مهلت ورکړی و. اوکرايني سرتيرو د روسيې وړانديز رد کړی و.






