ترینا: د ا.ا.ا د پر رسمیت پېژندنې لړۍ پۀ ټپه ولاړه ده 

0
167

ترینا: د ا.ا.ا د پر رسمیت پېژندنې لړۍ پۀ ټپه ولاړه ده 

که څه هم د ا.ا چارواکي وايي چې د نجونو ښوونځي به ډير ژر پرانيزي، خو د بشري حقونو په برخه کې افغانستان ته د امريکا ځانګړې استازې ويلي، د عملي ګامونو تر پورته کېدو پورې پر دې ژمنو باور نه شي کولی.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مېرمنو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي چې که د افغانستان ا.ا خپلې ژمنې عملې نه کړي نو اوسنۍ نازکه سوله به ډيره ونه پايېږي.

هغې له بي بي سي سره مرکه کې ويلي، اوس دا په ا.ا پورې اړه لري چې ایا افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی ږدي او که اجازه ورکوي چې د دې ناورين بل څپرکی پيل شي.

د دې امريکايي چارواکې څرګندونې تر هغې وروسته دي چې ا.ا د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو په برخه کې خپله ژمنه پوره نه کړه.

مېرمن اميري ويلي، له همدې کبله د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندنې بهير چې د اړيکو د عادي کولو اوږده پروسه ده، اوس په ټپه ولاړ دی.

که څه هم د ا.ا چارواکي وايي چې د نجونو ښوونځي به ډير ژر پرانيزي، خو د بشري حقونو په برخه کې افغانستان ته د امريکا ځانګړې استازې ويلي، د عملي ګامونو تر پورته کېدو پورې پر دې ژمنو باور نه شي کولی.

Leave a reply