ذ،م: نړۍوالو ته د ا.ا پر رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ بهانه نده پاتې 

0
171

ذ،م: نړۍوالو ته د ا.ا پر رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ بهانه نده پاتې 

د ا.ا مرکزي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د تسلیمولو پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

 

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ا.ا وایي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي.

د ا.ا مرکزي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د تسلیمولو پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل، که نړیوال هرڅومره ژر د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، افغانستان به په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه اته میاشتې تېرې شوې، خو لاهم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

Leave a reply