روسیې د ماریيول کې د اوکرایني عسکرو محاصره سخته کړې

روسیې د ماریيول کې د اوکرایني عسکرو محاصره سخته کړې
ماريپول د اوکراین ساحلي ښار دی چې ددغه هېواد بندرونه پکې موقعیت لري او روسیه غواړي چې ددې سیمې په نیولو کریمیه ته نږدې لار ولري او له دغه ښار سره یې تګ راتګ آسانه شي.
(2022 / 4 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې او د ماريپول ساحلي ښار محاصره سخته شوې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې روسیې ویلي چې په ماريپول کې شته سرتېري څو ساعته وخت لري چې تسلیم شي او که دا کار و نه کړي ښایي د روسي عسکرو له لوري ووژل شي.
بلخوا د اوکراین چارواکو ویلي چې په ماريپول کې شته سرتېري به هېڅ وخت تسلیم نه شي بلکې تر وروستۍ شېبې به خپلې جګړې او مبارزې ته ادامه ورکړي.
ماريپول د اوکراین ساحلي ښار دی چې ددغه هېواد بندرونه پکې موقعیت لري او روسیه غواړي چې ددې سیمې په نیولو کریمیه ته نږدې لار ولري او له دغه ښار سره یې تګ راتګ آسانه شي.






