د چوهدري پرویز الهی په مشرۍ کې یوه مهمه غونډه شوې ده

0
55

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ق) ګوند د پنجاب د وزيراعلی د ټاکنې د ننګولو پرېکړه کړې ده.

دچوهدري پرويز الاهي په مشرۍ کې دمسلم ليگ(ق) اؤ پي ټي ائي دپارليماني پارټۍ غونډه ترسره شوې، غونډې ته په وينا کې پرويز الاهي وويل په ١٦م اپريل جعلي، غيرقانوني اؤ متنازعه ټولټاکنې شوي دي.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وویل چې د پنجاب د ګورنر او ایڈووکیټ جنرل لخوا د وزیراعلی ټاکنه متنازع اعلان شوې ده.
پروېز الهي وويل چې ډپټي سپيکر په داسې ګیلري کې ټاکنې کړي چې کومه آئيني حيثيت نه لري.
دپنجاب اسمبلۍ سپيکر وويل لکه څنګه چې جعلي انتخابات شوي نو جعلي ګورنر دې پيدا کړل شي او جعلي حلف دې واخستل شي، مونږ د آئيني ماهرانو غونډه رابللې ده چې پکې دې غير آئيني انتخاباتو چيلنج کولو لپاره په ايکشن پلان کار وشي.

Leave a reply