اروپايي ټولنې له افغانستان بانک سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی

0
101

اروپايي ټولنې له افغانستان بانک سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی

د اروپايي ټولنې استازو هم ویلي چې دوی له افغانستان بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دي خو مرکزي بانک په خپله اعلامیه کې ددغه مرستو او همکاریو د څرنګوالي په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه بانک چارواکو د اروپايي ټولنې له دوو استازو سره په کابل کې کتلي دي. په دې لیدنه کې د مرکزي بانک پر وضعیت او نورو اړوندو اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک چارواکو ویلي چې دوی ټولو نړیوالو بانکي قوانینو ته ژمن دي او هڅه کوي له نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي.

د اروپايي ټولنې استازو هم ویلي چې دوی له افغانستان بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دي خو مرکزي بانک په خپله اعلامیه کې ددغه مرستو او همکاریو د څرنګوالي په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

Leave a reply