په افغانستان کې روان بشري ناورین د اندېښنې وړ دی  

0
170

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې باید بشردوستانه مرستې ډېرې شي او اړ کسان دې له لوږې او خوارځواکۍ وژغورل شي.

هغه همدا راز ویلي چې نړۍ د نوي حکومت کړنو ته متوجه ده او دوی ته په کار ده چې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي او په حکومتولۍ کې پوره معقول چلند ولري.

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس وېلسن په تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین او د نړۍ بې پامي دواړه د اندېښنې وړ دي.

د دۀ په خبره د نړۍ د ټولو خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادونو پام اوکراین ته دی نو افغانستان او دلته روان بشري ناورین یې هېر کړی دی.

Leave a reply