شاهد آفریدي د عمران خان د وژن او ټیم په اړه پوښتنې را اوچتې کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخواني کپتان اوآل راونډر شاهد افریدي د پخوانیو او اوسنیو وزیراعظمانو د کارکردګۍ په مهمو اړخونو خبرې کړي دي.
د شاهد افریدي د مرکې ځینې ویډیوګانو مخې ته راغلي چې په هغه کې هغه ویلي چې که تاسو زما په ټولنیزو رسنیو کې وګورئ، ما تل د عمران خان بشپړ ملاتړ کړی، زموتږ عمران ورور یو لوی او قوي لید او وژن لرلو.
شاهد افريدي وويل دکوم ټيم مشر پخپله کار نۀ کوي، هغه وژن جوړوي اؤ دهغه ټيم کار کوي، آيا عمران خان سره کوم داسې ټيم وو چې دهغه ويژن ی پرمخ وړې وې؟
هغه وویل چې کوم لوبغاړی بیرته میدان ته راوځي، دا هغه وخت ممکنه ده چې په یوازیتوب کې د تېروتنو په اړه فکر وکړي، داسې نه شي کېدای چې هغه لوبغاړې ووايي زه فرښته یم او هېڅ کومه تېروتنه نه شم کولې.
پخواني کپتان د وزيراعظم شهبازشريف په حواله وئيلي دي چې زه د هغه د کار د اولې ورځې نه ستاينه کوم، په کوم ډول چې ده په پنجاب کې کار کړی او هلته ترې خلق خوشحاله دي.