اسلام آباد هایی کورټ د نواز شریف د نیولو درخواست خارج کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد های کورټ د جمعې په ورځ د ډیپلوماټیک پاسپورټ د ورکولو په تور د نواز شریف د نیولو غوښتنه رد کړه.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله د نواز شريف د سفارتي پاسپورټ د جاري کولو د بندولو او وطن واپسي ته د هغه د ګرفتارۍ لپاره د شهري نعيم حيدر د درخواست اورېدنه وکړه۔
چيف جسټس اطهرمن الله د درخواست کوونکي نه پوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت کله حکم جاري کړے دے د کومې مجهې چې تاسو متاثره ی؟ محکمه به په هوا کې کوم حکم صادر نه کړي.
د اسلام اباد هائي کورټ د درخواست کوونکي د وکيل د دلائل اوريدو وروستو د نواز شريف د سفارتي پاسپورټونو د جاري کولو بندول او وطن واپسي ته د ګرفتارولو درخواست مسترد کړے دے او هغه ئې ناقابل سماعت ګرځولې او جرمانه ئې کړې ده.
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس د درخواست کونکي وکيل باندي پنځه زره روپئ جرمانه لګولي او درخواست ئي ختم کړے دے۔






