پخواني وزیراعظم عمران خان څومره ډالۍ د توشه خانې څخه په پیسو اخستې دي
باغی ټي وي رپورټ
دا خبره معلومه شوې ده چې پخواني وزيراعظم عمران خان مختلفو هېوادونو ته د سفر په مهال ټولټال 112 تحفې ترلاسه کړي دي.
د جیو رپورټ مطابق د کابينې ډويژن له مخې عمران خان ته د ترلاسه شوو تحفو د قیمت معلومات وکړې شو چې له هغې وروسته پخواني وزيراعظم دا روپۍ توشه خانې یعنې خزانې ته ورکړې او عمران خان دا ډالۍ ځان لپاره وساتلې.
عمران خان د شاوخوا 20 ملیونه روپې د ډالۍ اخستلو لپاره توشه خانې ته ورکړي دې، وس دا پوښتنه را اوچتیږي چې آیا عمران خان دا په شتمنیو کې اعلان کړي دي که نه؟
د اوسنیو قوانینو له مخې، صدر پاکستان او لومړی وزیر یا نور کسان کولی شي دا توکي د موجوده ډالۍ قیمت مطابق 50٪ په ورکولو سره واخلي.
په تېر وخت کې د ارزونې نرخ ۳۰ فیصده اخیستل کېده، خو د نواز شریف په تېره دوره کې دا نرخ ۵۰ فیصده مقر شوې وو.
د عمران خان لپاره دا ستونزه پیدا کیږي هغه د دوه کروړه روپو ډالۍ اخستلو روپۍ په خپلو اثاثو کې اعلان کړې او که نه؟
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يواځې د سعودي شهزاده مشهور ساعت په ١٧ ميليونه( ۱ کروړ او ۷۰ اویا لکه ) کلدارو اخستل شوې دې، چې په بازار کې يې بيه ٨٥ ميليونه(۸ اته کروړه او ۵۰ پنځوس لکه) روپې ده.