په پنجاب اسمبلۍ کې ګډوډي، پولیس څه غوښتنې لري؟

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ کې د ګډوډۍ په مهال د چوهدري پرویز الهي د ټپي کیدو نه وروسته د مقدمې درج کولو په غوښتنه پولیسو یو خط لیکلی چې پکې د هغه د طبي معایناتو غوښتنه شوې ده.
د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي نن د لاهور د قلعه ګجر سنګ پولیس سټیشن ته رسېدلی او د پولیسو نه یې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.
په درخواست کې تور لګول شوى چې د وزيراعلي د انتخاب په مهال په عامو جامو کې د پوليس اهلکارو سره ايوان ته ننوتل، د ايوان تقدس يې تر پښو لاندې کړو او زنانه غړي يې وهل ټکول.
د اسمبلۍ تالار ته له 200 څخه تر 300 پورې وسله وال پولیس چې ډنډې هم ورسره وې ننوتل او پولیسو د ولسي جرګې به غړیو برید وکړو.
درخواست کې وئيل شوي چې حمزه شهباز خپلو ايم پي اے ته د پرويز الهي د وهلو امر کړی وو، د حمزه شهباز په امر رانا مشهود د پوليسو نه ډنډې واخستې او په ما يې بريد وکړو، لاس يې راله مات کړو، جهانګير خانزاده هم حمله وکړه او ايم پي اے عامر په سر اووهلو.






