شهباز شریف د مودي د لیک ځواب ورکړې

باغي ټي وي رپورټ
لومړي وزير شهباز شريف د خپل هندي سيال نريندرا مودي ليک ته ځواب ورکړې دې، دا لیک د کشمیر د ستونزې په اړه یو چې مودي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته راستولې وو.
دسرکاري سرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دهند وزيراعظم ته په خپل خط کې وئيلي دې چې پاکستان هند سره دامن اړيکې غواړي او پاکستان دکشمير په شمول دټولو مسلو هواري غواړي.
دسرچينو ترمخه نريندرا مودي شهباز شريف ته دوزيراعظم په څوکۍ د ټاکنې څخه پس دمبارکۍ خط ليکلى وو، اوس وزيراعظم شهباز شريف خپل هندي سيال ته ځوابي خط ليکلى دى.
په لیک کې د هند لومړي وزیر له پاکستان سره د رغنده اړیکو هیله څرګنده کړې وه چې په ځواب کې ورته شهباز شریف هم ولیکل چې پاکستان
هند سره ښې اړیکې غواړي او دکشمیر مسله هم په خبرو اترو او سیاسي لارې هوارول غواړي.






