هنګو ضمني ټاکنې، د پي ټي آیی امیدوار بریالۍ شوې دې

0
130

باغي ټي وي رپورټ
د کوهاټ په ضلع هنګو حلقه اين اے 33 ضمني انتخاباتو کښې د پاکستان تحريک انصاف اميدوار ډاکټر نديم خيال بریالۍ شوې دې.

این ای ۳۳ ضمني انتخاباتو لپاره پولنګ سهار اته بجې پیل شو او د مازیګر تر پنځو بجو پورې یې دوام وکړو.

په ضمني انتخاباتو کې د غیر حتمي او غیر رسمي پایلو له مخې د تحریک انصاف کاندید ډاکټر ندیم خیال بریالی اعلان شوی دی.
د هنګو په حلقه این اے ۳۳ کې د ټولو ۲۱۰ پولنګ سټیشنونو د غیر رسمي پایلو له مخې د تحریک انصاف ندیم خیال ۲۱۵۸۳ ووټونو سره کامیاب شو.

د جمعیت علمای اسلام مفتي عبیدالله د ۱۷۱۵۳ رایو په تر لاسه کولو سره دویم ځای خپل کړو.

Leave a reply