کراچۍ ته د عمران خان هوایی سفر، د شخصي الوتکې کرایه چا ورکړه؟

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ ته د عمران خان د چارټر الوتنې پیسې چا ورکړې؟
د پاکستان تحریک انصاف مشر په کراچۍ کې د غونډې لپاره له اسلام اباد څخه په یوه چارټر الوتکه کې کراچۍ ته رسېدلی و، څرګنده شوې چې کرایه په دوبۍ کې مېشت یوه پاکستاني سوداګر ورکړې ده .
پخوانی لومړی وزیر عمران خان د شنبې په شپه ۸:۳۰ بجې د پاکستان د سوداګریزې ډلې AP-PLE په رجسټر شوې الوتکه کې له اسلام اباد څخه کراچۍ ته ورسېد، دغه شرکت الوتکه یوه هوايي شرکت ته په کرایه ورکړې ده چې چارټر شوي خدمات وړاندې کوي.
د هوايي چلند سرچينې وايي، کراچۍ ته له رسېدو وروسته په الوتکه کې تخنيکي ستونزه پيدا شوه، چې وروسته عمران خان د يوې بلې کمپنۍ په چارټر الوتکه کې اسلام اباد ته ولاړ.
دسرچينو له مخې يو شخصي هوايي شرکت ته ددغه چارټر الوتنې لپاره ٢٩ لاکه روپۍ ورکړل شوي چې دغه پيسې په دوبۍ کې ميشت يو پاکستاني سوداګر ورکړي دي.





