فرانسې او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

0
169

فرانسې او افغان لوري پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

په لیدنه کې دغه راز د زده کړو پر روان بهیر او د افغانستان پر وضعیت هم بحثونه شوي. فرانسې ویلي چې دوی په روان بشري ناورین کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د اړمنو لاسنیوی به کوي.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د فرانسې له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

د دۀ په خبره په دې لیدنه کې پر بشردوستانه مرستو او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په تړاو پر وروستۍ پرېکړه خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې همدا راز د کروندګرو لپاره د نشه يي توکو د کښت پر بدیل هم بحثونه شوي او فرانسې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

په لیدنه کې دغه راز د زده کړو پر روان بهیر او د افغانستان پر وضعیت هم بحثونه شوي. فرانسې ویلي چې دوی په روان بشري ناورین کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د اړمنو لاسنیوی به کوي.

Leave a reply