قانوني ماهرانو سره مشوره کولو پس به د حمزه شهباز څخه د سوګند اخستلو پریکړه کوم: د پنجاب ګورنر

0
80

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چي تر اوسه د حمزه شهباز نه د حلف اخستو فيصله نه ده شوي او دا فيصله به د آئيني ماهرانو سره مشاورت نه پس کوي۔

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې عمر سرفراز چيمه اوويل چې د پنجاب اسمبلۍ کښې تيره ورځ شوې ګډوډي او شورماشور د افسوس وړ دې.
هغه زیاته کړه چې د پنجاب اسمبلۍ سيکرټري زما دفتر ته رپورټ جمع کړے دے۔

عمر سرفراز چیمه ویلي زه یو سیاسي کارکن یم او زه د یوې آئيني حیثیت څوکۍ خاوند یم، تر اوسه مې د حمزه شهباز نه د حلف اخستلو فیصله نه ده کړې.
نوموړی زیاته کړې چې د حلف اخستو فیصله به د آئيني ماهرانو سره مشورې وروسته وکړم، چې کومه فیصله وکړم هغه به د آئين مطابق وي په هغه فیصله به عمل کوم.
ده ووئيل چې په اسمبلۍ كښې د ګډوډۍ رپورټ تر اوسه نه دې ترلاسه شوې۔

سرچينې وائي که چرې دپنجاب اسمبلۍ سپيکر هم دحلف اخستلو څخه انکار وکړو نو د پاکستان اولس مشر به يو وړ کس دحلف اخستلو لپاره و نوموي.

Leave a reply