د پنجاب ګورنر د څوکۍ څخه لرې کړې شو
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه له دندې څخه لرې کړی شوی دی، وزیراعظم د ګام اوچت کړې او هغه ی د دندې څخه د لرې کولو لپاره صدر ته مراسله لیږلې ده.
دسرچينو ترمخه وفاقي حکومت دپنجاب دگورنر د لرې کولو سمري صدر ته ليږلې ده.
په ګورنر هاوس کې د يوې خبري ناستې پر مهال چې خبريالانو د هغه د لرې کولو په اړه وپوښتل، هغه وويل چې زه ی په دې ډول نه شم لرې کولى، هغه اوویل تر اوسه يواځې د لنډيز د لاسليک لپاره ولسمشر ته استول شوى دې ، صدر سره په دې سمري تر ۱۵ ورځو پورې وخت وي چې دا لاسلیک کړي.
دسرچينو ترمخه وفاق دغه ګام ځکه اخستى چې عمر سرفراز چيمه نن په گورنر هاؤس کې دپنجاب نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز دحلف اخستلو مراسم ځنډولي وو.