اسد عمر د کراچۍ څخه مننه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد عمر د کراچۍ غونډې په اړه څرګندونې کړي دي.
دا څرګندونې د کراچۍ په باغ جناح کې د پي ټي ايي يوې غونډې په اړه ی کړي دي.اسد عمر په خپل يو ټويټ کې ليکلي چې کراچۍ هيڅکله خپل کپتان نه دی مايوسه کړی،هغه په ټویټ کې لیکلي (مننه کراچۍ).
کراچۍ ته په اشاره کې د پي ټي ائي مشر په يو ټويټ کې زياته کړه چې پرون يې ثابته کړه چې کراچۍ به د نوي پاکستان په جوړولو کې مخکښ رول لوبوي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې عمران خان هم په خپل سوشل ميډيا پېغام کې د کراچۍ څخه مننه کړې وه.
کراچی نے کبھی اپنے کپتان کو مایوس نہیں کیا. شکریہ کراچی. آپ نے کل پھر ثابت کر دیا کے کراچی نیا پاکستان بنانے میں اپنے کپتان کے ہراول دستے کا کردار ادا کرے گا
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 17, 2022