وزیراعظم شهباز شریف سره د بلوچستان مهمو شخصیتونو لیدنه کړې ده

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
وزیر اعظم شهباز شریف سره د بلوچستان مهمو شخصیتونو ملاقات کړې دې، د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل او د بلوچستان عوامي ګوند پارليماني لارښود خالد مګسي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کړې دې.
په ملاقات کې په مهمو موضوعاتو او ستونز ټینکار شوي دې. د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې ملاقات کې د بلوچستان د سیاسي ګوندونو دې مشرانو وزيراعظم شهباز شريف ته د وزارت عظمی منصب په سنبالولو مباركي وركړه، مشرانو د هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره يۍ وفاقي حكومت سره په ګډه كار كولو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د جمهوريت پیاوړتیا، ددوی ملاتړ کولو او یو موټې کولو لپاره د عزم په څرګندونه د اختر منېګل ٬ خالد مګسي او د هغوي د ملګرو څخه مننه وکړه.
د اې پي پي رپورټ مطابق د وزیراعظم شهباز شریف او د بلوچستان د سیاسي ګوندونو مشرانو دې لیدنې په مهال د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړي خواجه سعد رفيق ٬ سردار اياز صادق او رانا ثناﺀ الله هم ګډون لرلو.






